AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۶:۴۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85482334
T T
۰ Persons
د فلسطین ملاتړو په واشنګټن او نیویارک کې لاریونونه وکړل

کابل- ایرنا- د فلسطین یو شمېر ملاتو او فعالانو پر امریکا او صهیونیستي رژيم د نیوکو په ترڅ کې په واشنګټن او نیویارک کې لاریونونه وکړل او د فلسطین په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

د ایرنا خبر له مخې؛ آسوشېټډپرس نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه راپور ورکړی دی، چې کابو ۴۰۰ معترضینو په ځايي وخت مازیګر مهال د نکبت د ورځې د ۷۶مې کلیزې په مناسبت د واشنګټن په عامه پارک «نیشنل مال» کې لاریونونه وکړل.

لاریونوالو په غزې تراډه د صهیونیسټ رژیم د جګړې د سمدستي پای ته رسولو د غوښتنې په ترڅ کې د «غصب شوې ځمکې په سر سوله نه شي راتلای»، «وژنې پای ته ورسوۍ»، «جنایت بند کړۍ» او «له فلسطین څخه د اسرائیلو د وتلو» شعارونه ورکړل.

لاریون کوونکو د امریکا پر ولسمشر جوبایډن هم نیوکې وکړې او پر هغه یې تور ولګاوه چې د غزې په جګړه کې د بشري تلفاتو په اړه ځان اندېښمن بولي، دوی نارې کړې: بایډن، نسل وژنه ستاسو میراث دی.

په ورته وخت کې نيويارک پوسټ خبر ورکړى چې د نيويارک ښار په بروکلين سيمه کې په سلګونو لاريون کوونکو لاریون وکړه او پوليسو ورسره نښته وکړه او يو شمېر لاريون کوونکي يې ونيول.

صهیونیسټ رژیم په تېرو اوو میاشتو کې په غزه کې پراخ قتل عام پیل کړی او د ټولو بندرونو د بندولو او د مرستو د داخلېدو د مخنیوي په ترڅ کې یې دغه سیمه په کنډوالې بدله کړې ده.

دغه رژیم د حماس د نسکورولو په پلمه د رفح په سرحدي ښار چې له یو میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو پکې پناه اخیستې، د برید پلان هم لري.

دې مسئلې نړیوال اندیښمن کړي دي او صهیونیسټ رژیم ته یې خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدام به په غزې تراډه کې بشري ناورین لا پسې خراب کړي.

تیره میاشت، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د بشري مرستو د سمدستي لېږد لپاره د سمدستي اوربند په ملاتړ کې یو پریکړه لیک تصویب کړ، خو صهیونیسټ رژیم د واشنګټن په بشپړ ملاتړ سره دغه پریکړه لیک له پامه غورځولی او د فلسطین د خلکو وژلو ته یې دوام ورکړی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په تراډه کې د دغه سیمې په اوسېدونکو باندې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیله تر اوسه د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۳۵۳۸۶ او د زخمیانو شمېر ۷۹۳۶۶ ته رسېدلی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .